وسله والو طالبانو د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې ۸ تنه ملکي وګړي له تښتولو وروسته وژلي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ويلي چې طالبانو دغه ملکي کسان د شولګرې ولسوالۍ (جرهای نهر سرخ) سیمې نه لومړی تښتولي او څو ساعته وروسته یې په ډزو وژلي دي.
دا پېښه پرون سه شنبه مازديګر شوې ده.
ځایي چارواکي وایي په وژل شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
دا په داسې حال کې دي چې سرچېنې وایي افغان حکومت نن سل تنه طالب بندیان ازادوي.