عبدالله عبدالله، په هیواد کې د روان سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو په موخه د افغان سیاسي مشرانو د غوښتنې هر کلی وکړ.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، استاد عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په یوې اعلامیې کې له عبدالله غوښتي چې د مذاکراتو لپاره خپل لس ورځنی مهلت وغځوي.
دویله ولسمشر غني هم غوښتي دي چې د روان سیاسي کړکېچ د هواري په هدف دولتي مقررۍ وځنډوي.
یادو سیاسي مشرانو ویلي چې دوی د روان کړکېچ هواري لپاره د توافق رامنځته کېدو هڅې پیل کړي او دا هڅې یې ښې روانې دي.
عبدالله نن یکشنبه په یوه اعلامیهکې ویلي چې د ټولو قانوني لارو چارو او خبرو له لارې د سیاسي کړکېچ هواري ته ژمن دی.
هغه ویلي چې د دغه سیاسي کړکېچ هواری د دواړو طرفونو په تصمیم او ارادې پوري اړه لري او زیاتوي چې یو اړخیز اقدامات وضعیت نور هم پېچلی کوي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د مذاکراتو لپاره د ټاکل شوي مهلت غځېدو په برخه کې همکاري کوي.
ولسمشر غني تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغو سیاسي مشرانو له څه مودې راهیسې څو ځلې له ولسمشر غني او عبدالله سره لیدلي دي.