کرونا ویروس سره مبارزې لپاره د افغانستان د دیني عالمانو کمیسیون جوماتونو ته د تلو او د جمعې او جماعت لمونځونو په هکله فتوا ورکړه.
دغو عالمانو نن یکشنبې د کابلیوه جومات کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره یوه جامع فتوا صادره کړه.
په فتوا کې هغه ټولې نظریې مردودې بلل شوي چې کني کرونا ویروس پر مسلمانانو اغیز نه کوي او یا دا چې د مسلمانانو لپاره نه دی او په دې ډول له علمي حقایقو او موندنو انکار کیږي.
دینی عالمانو ویلي اسلام د علم دین دی او علم ته یې عزت او خاصه توجه ورکړې ده.
دوی د ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزې او ځان ساتنې لپاره د قران کریم ایتونه او نبوي احادیت یاد کړي او له خلکو یې غوښتي چې په دې کار کې هیڅ غفلت ونه کړي.
د دې فتوا اساسي ټکي دادي:
۱ – د جمعې او جماعت لمونځونو لپاره جوماتونو ته د تلو حکم:
که چې جومات کې د حاضریرینو او لمونځ کوونکو ژوند په خطر کې وي، ځیني احکام ساقط کیږي او ځیني احکام بدلون کوي.
پر همدې اساس ټولې راټولیدنې او دیني او مذهبي ځایونه د وضعې ترښه کیدو او د دغې ژونکې ناروغۍ تر ختمیدو پورې منع دي.
دا چې اذان د دیني شعایرو له ډلې نه دی، نو دیني عالمان او موذنین د لمانځه وختونو پرمهال د (صلوا فی رحالکم) جملې په ویلو سره اذان وکړي او خلک په خپلو کورونو کې په جلا توګه یا په جماعت کې لمونځ وکړي او خپلو دعاګانو کې له خدایه وغواړي چې دغه لوی مصیبت له انساني ټولنې ورک کړي.
۲ – د جماعت لمونځونو پرمهال د فاصلې په پام کې نیول
په هغو ولایتونو او سیمو کې چې تر اوسه د کرونا ویروس پکې نه دی لیدل شوی اړتیا ده چې د جماعت لمونځونو پرمهال لږ تر لږه یومتر فاصله ونیول شي.
۳ – هغه مړی چې د کرونا ویروس له امله مړی شوی وي.
الف: کله چې څوک د کرونا ویروس له امله ومړ، نو د وقایوي تدابیرو ( ماسک وهل، لاسپوښان په لاس کول، عینک په سترګو کول، د مړي ځای او مړي باندې د مکروب ضد مایعاتو) له کارولو وروسته مړي ته غسل ورکړل شي.
ب: که چیرې مړي ته غسل ورکولو کې عذر موجود وي، نو بهتره ده چې مړي ته تیمم ورکړل شي.
ج: که چیرې څوک د کرونا له امله مړ شي او ډاکټران ووایي چې جنازې باندې لاس وهلو سره څوک پر ویروس اخته کیږي، نو تیمم وهونکی کس دې له مخصوصو لاسپوښانو (دستکشونو) کار واخلي.
د: خو که چیرې ډاکټران جنازې ته د تیمم ورکولو مخالفت هم وکړي، نو په دې صورت کې تیمم هم ساقط کیږي.
و: د مړي خښول په دې دول دي چې که چیرې یې کالي، پرتوګ او خرقه پرتن وي نو همدا د سنت کفن ځای نیسي، خو که چیرې مړی له کالیو پرته په خرقه کې کیښودل شي، همدا خرقه ضروري کفن ګڼل کیږي او کفایت کوي.
ه: دا چې په موجوده شرایطو کې د جنازې مراسمو لپاره د خلکو ټولیدنه منع ده، نو که چیرې یې یو کس هم جنازه وکړي، د جنازې لمونځ کفایي فرض پر ځای کیږي.
ی: که چیرې د مړي خپلوان د هغه له خښولو وروسته خبر شول او جنازه یې نه وه شوې، پکار ده چې پر قبر یې د جنازې لمونځ وشي.
دا فتوا په داسې حال کې ورکول کیږي چې افغانستان کې د کرونا ویروس خپل تګ ګړندی کړی دی.
تر اوسه له ۳۰۰ زیات افغانان پردې ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي له دې وروسته به په هغو ولایتونو کې جوماتونو ته د خلکو د تلو مخنیوي کوي، چې کرونا ویروس له امله قرنطین اعلان شوي دي.
د یادولو ده چې د سعودي عربستان چارواکو هم څو ورځې وړاندې د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د حج مراسمو لپاره چمتووالی وځنډوي او د دوی وروستۍ پریکړې ته په تمه شي.
اوس داسې ښکاري چې کیدای شي سږ کال د حج مراسم هم د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې ترسره نشي.