د ننګرهار ولایت په هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو کې ځانګړو افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې اووه تنه داعش اورپکي وژل شوي، ۹ نور یې ژوندي نیول شوي او د دوی د وسلو او مهماتو یوه ډیپو هم له منځه وړل شوې ده .
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاني وویل، ددغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمان خېلو تنګي سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۶ داعشیان ووژل شوي.
دې ته ورته افغان ځواکونو ددغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی،۹غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه ډیپو یې له منځه وړې ده.
د عطاء الله خوګیاني له قوله، په عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
بلخوا د اورزګان ولایت امینتي چارواکي په دغه ولایت کې د آتو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د هېواد په سوېل کې د نړيوالو ځواکونو ویاند مجير ټام وایي، د اورزګان ولایت په چاچینو ولسوالۍ کې افغان ځانګونو تېره شپه عملیات ترسره کړي چې له امله یې آته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په سوېل کې د نړيوالو ځواکونو ویاند مجير ټام وایي، چې ياد بريدونه افغان ځواکونو ترسره کړي، چې له امله یې ۸ وسله وال وژل شوي.
سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو هم اروزګان کې د خپلو عملياتو پخلی کړی، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.