د کندهار ولایت یو شمیر سوداګر وایي د دوی سلګونه ټنه کرنیز محصولات د دغه ولایت په ګمرک کې خوسا شوي دي.
دغه موټر د کندهار ولایت په ګمرک کې د حکومت له لوري درول شوي دي.
دغه سوداګر ادعا کوي چې د کندهار سیمه ییز چارواکي د دوی موټرو ته د وتلو اجازه نه ورکوي.
د کندهار والي حیات الله حیات د دوی د خبرو ردولو ترڅنګ ویلي چې د دغو سوداګرو موټر د ګمرکي محصولاتو اسنادو کې د ستونزو له امله درول شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د کندهار په ښار کې خلک د خوراکي توکو بیو د لوړیدو له امله سر ټکوي.
په کندهار ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوي په موخه له څو ورځو راهیسې د خلکو پر تګ راتګ محدودیت لګول شوی دی.