د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو غوښتي چې د پلمو لټولو پرځای خپل مرکچي پلای د سولې خبرو اترو لپاره ور معرفي کړي.
ارګ ویلي د افغانستان حکومت هیڅکله دا نه دي ویلي چې د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی باید څنګه انتخاب شي.
دا خبرې له هغه وروسته کیږي چې طالبانو د حکومت مرکچي پلاوي باندې نیوکه وکړه او هغه یې یو حکومتي پلاوی یاد کړ.
طالبانو ویلی دوی له امریکا سره هوکړه کړې چې د افغان حکومت له غړو سره به د حکومت په توګه نه، بلکې د نورو اړخونو د یوه اړخ په توګه خبرې کوي.
افغان حکومت وړمه ورځ د ملي امنیت د پخواني مشر، مصعوم ستانکزي په مشرۍ یو ۲۱ کسیز پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره اعلان کړ.
په دغه پلاوي کې تر ډيره حکومتي څیرې شاملې دي، خو له حکومته د باندې څیرې هم پکې دي.
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر نن یکشنبې په کابل کې یوه خبري ناسته کې وویل طالبان باید د پلمو پر ځای خپل کسان معرفي کړي، ترڅو بین الافغاني خبرې پيل شي.
وحید عمر وویل هغه پلاوی چې د حکومت له خوا جوړ شوی، غړي یې د سیاسي اجماع پر اساس ټاکل شوي دي.
د عمر په وینا دغه پلاوی د هیواد له ټولو اقشارو او اړخونو سره تر سلامشورو وروسته ټاکل شوی دی.
بله خوا د ملي جنبش ګوند ویاند، بشیر احمد تینچ یک تلویزیون سره خبرو کې وویل د حکومت اعلان شوی پلاوی ټولشموله نه دی.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي، رولاند کوبیا د طالبانو پر دغه دریځ نیوکه کړې ده.