د اېنټل کمپنۍ اړوندې ډرون الوتکې د سویلي کوریا د ژمنیو المپیکي سیالیو د پرانستو په مراسمو کې نوی ریکارډ جوړ کړ.
په دې مراسمو کې له ۱۲۰۰ زیات ډرون الوتکو برخه اخیستې وه او اسمان یې رنګین کړی و.
تر اوسه په هیڅ مراسمو کې هوایي نندارې لپاره دومره شمیر الوتکو برخه نه وه اخیستې او دا لومړی ځل دی چې له ۱۲۰۰زیات ډرون الوتکې د مراسمو فضا رنګینوي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې په المان کې ۵۰۰ الوتکو هوایي ننداره ښودلې وه، خو وروستي مورد یې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې نوی ریکارډ دی.
د اېنټل مخصوصې الوتکې چې د هوایي نندارې یا Shooting Star لپاره استعمالیږي، نږدې نیم پونډ وزن لري او کولی شي چې په کنټرولیدونکې توګه الوتنه وکړي او هوا کې مختلف ډوله نور خپور کړي.
دا الوتکې له ځانه نور خپروي او کولی شي چې په درې بعدي فضا او مختلفو مسیرونو کې حرکت وکړي.
دا الوتکې د فوم او پلارستیکو له جنس څخه جوړ شوي او یو پیلوټ کولی شي چې په یوه وخت کې ۱۰۰ الوتکې کنټرول کړي.
تر اوسه اېنټل کمپنۍ د دغو الوتکو خرڅولو ته زړه نه ښه کړی او بازار ته نه دي وړاندې شوي.