د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو افغانستان ته خپل وروستی سفر له دې امله زیات نهیلی کوونکی بلل چې د سیاسي کړکیچ حلولو کې پاتې راغلی دی.
ښاغلي پمپیو پرون چهارشنبې واشینګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي: “باید رښتیا ووایم، چې دا سفر ډېر نهیلی کوونکی و. د ټولو ښکیلو غاړو هڅولو هڅې به دوام ولري، ترڅو ټول سولې ته غاړه کیږدي. له همدې امله زه لا هم افغانستان کې د سولې خبرو راتلونکي ته خوشبینه یم.”
مایک پمپیو ویلي اوس د سولې وخت دی او افغان سیاسي مشران باید یوې سیاسي حل لارې موندلو لپاره یو موټی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د همدې اونۍ په پيل کې کابل ته راغی او د څو ساعتونو لپاره یې له اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د سیاسي جوړجاړي لپاره خبرې وکړي، خو د دواړو خواوو پخلا کولو کې له پاتې راتلو وروسته قطر ته لاړ.
هغه قطر کې د طالبانو سره سیاسي مشرانو سره د سولې پر خبرو او د بندیانو خوشې کولو څرنګوالي باندې خبرې وکړې.