د افغانستان د ملي امنیت شورا د طالب بندیانو خلاصون په تړاو د حکومت پر مخکیني دریځ ټینګار کړی دی
د دغې شورا ویاند، جاوید فیصل ویلي طالبان باید د افغانانو له وژنې لاس واخلي او دا تضمین ورکړي، چې د دوی خلاصیدونکي بندیان بیا د جګړې لیکو ته نه ځي.
فیصل همداشان ویلي اوس د دې وخت رسیدلی چې طالبان تاوتریخوالی بند کړي او سولې ته ارزښت ورکړي.
دا په داسې حال کې دي چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد پرون په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د بندیانو خلاصون باید ژر تر ژره پيل شي.
د طالبانو او امریکایانو د شوې هوکړې پر بنسټ، د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان باید تر بین الافغاني خبرو وړاندې د افغانستان له زندانونو ازاد کړل شي، خو افغان حکومت د جګړې لیکو ته د بندیانو بیرته نه ګرځيدل او د بین الافغاني خبرو پيلیدل، دې کار لپاره شرط ټاکل دی.