افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي تمه لري چې اشرف غني او عبدالله عبدالله د غني په مشرۍ ټولشموله حکومت باندې هوکړه وکړي.
خلیلزاد شپېګل جرمنۍ مجلې سره په مرکه کې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون اشرف غني ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله هغه چا چې د ټاکنو پایله رد کړی ، هم د باور وړ اندیښنې لري.
هغه ویلي: ” دا مهمه ده چې اوسنی سیاسي کړکېچ د تاوتریخوالي پر لور لاړ نشي، دا احتمالي تاوتریخوالی به پر امنیتي ځواکونو، سولې بهیر او ټول افغانستان باندې منفي اغېز وکړي.”
خلیلزاد ویلي دوی شپه او ورځ کار کوي تر څو واړه خواوې ډاډ ترلاسه کړي چې دا پيښه نه رامنځته کیږي.
ښاغلي خلیلزاد همداشان هیله ښودلې چې ټولشموله حکومت به له سیاسي مشرانو سره یوځای د سولې خبرو لپاره یو ملي پلاوی رامنځته کړي.
وروسته له هغه چې عبدالله او اشرف غني په ارګ او سپیدار ماڼیو کې د ولسمشرانو په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، تر اوسه د دوی ترمنځ جنجالونه پر ځای پاتې دي.