د افغانستان لویه څارنوالي وایي په روان کال کې یې د اداري فساد اړوندي نږدې ۲۰۰۰ دوسیې څيړلي دي.
له دې شمیرې نږدې ۳۰۰ دوسیې یې د اداري فساد درانده جرمونه دي.
لوی څارنوالی فرید حمیدي نن دوشنبې د حکومتي بنسټونو حساب ورکونې پروګرام کې د خبرو پرمهال وویل چې همدا اوس نږدې ۲۰۰۰ تنه د اداري فساد په تړاو زندانونو کې دي.
په همدې ډول روان کال کې نږدې ۳۰۰۰ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې هم څیړل شوي دي، چې د لوی څارنوال په وینا دا عدالت ته د ښځو د لاسرسی د زیاتیدو ښکارندویي کوي.
لویه څارنوالي په ۱۳۹۸ کال کې د مخدره توکوي، ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او فساد په تړاو د زرګونه دوسیو څیړل د لاسته راوړنو په توګه یادوي.
خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د یاد شمیر پيښو ثبتیدل د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو ښکارندویي هم کوي.
لویه څارنوالي همداشان وایي چې دې کال کې یې د جنایي جرمونو څه باندې ۲۱زره او ۵۰۰ دوسیې څیړلي، چې ۶۹۱ هغه یې د سړي تښتونې په تړاو دي.
د ښاغلي حمیدي په وینا روان کال کې په ۶۸ نویو ولسوالیو کې د دغې ادارې فعالیت شروع شوی، کوم چې عدالت ته د خلکو لاسرسی زیاتوي.
د فرید حمیدي په وینا د دې دوسیو څیړلو په پایله کې میلیونونه ډالره بیرته د دولت خزانې ته ګرځول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د دغې ادارې ۲۸ تنه کار کوونکي هم د نیول شوو کسانو په ډله کې دي.
دا شمیرې په داسې حال کې ورکول کیږي چې په ۱۳۹۸ کال کې د هیواد یو شمیر ولایتونو، په ځانګړي توګه کابل کې جنایي جرمونه په بې سارې توګه زیاتې وې او لسګونه خلک په لارو او کوڅو کې د خپلو مبایلونو او پيسو لپاره ووژل شول.