ولسمشرۍ ماڼۍ وایي هیله شته چې د ارګ او د ثبات او همپالنې ټیم ترمنځ رامنځته شوي سیاسي خوابدۍ ژر حل شي.
په عامه او ستراتيژیکو اړیکو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي د دواړو خواوو استازو ترمنځ خبرې روانې دي او دا هیله شته چې دواړه لوري یوې پایلې ته ورسیږي.
په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د لوړې دوو جلا جلا مراسمو له ترسره کیدو شپږ ورځې تیرې شوي دي، خو لاهم د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر اختلافونه پر ځای پاتې دي.
عبدالله عبدالله ته نږدې کسان وایي چې ښاغلی عبدالله غواړي رامنځته شوي جنجالونه د خبرو له لارې حل کړي او خبره زیاته کړکیچنه نشي.
ارګ هم ویلي چې دغو سیاسي نارضایتیو له منځته وړلو لپاره خبرې شوي دي او هیله مندي شته چې په نږدې راتلونکي کې دغه خوابدۍ پای ته ورسیږي.
له تیرو څو ورځو راهیسې حامد کرزي، عبد الرب رسول سیاف او ځينو بهرنيو چارواکو د منځګړو په توګه هڅه کړې چې دواړه خواوې سره جوړ کړي.
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم څو ځلې د منځګړي په توګه دوی سره لیدنې کړي دي.
خلیلزاد همدا نن یکشنبې هم ولسمشر غني سره په ارګ کې لیدلي دي.
بله خوا د حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار، باتور دوستم، انور الحق احدي او یو شمیر نورو سیاسي مشرانو پرون د کریم خلیلي په کور کې غونډ شوي او پر روانو حالاتو یې خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن اعلان وکړ چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د پلاوي غړي هم معلوم شوي، چې د مذاکراتو نیټې معلومیدو سره به یې نومونه په ډاګه کړي.