شمیرې ښيي چې له ګاونډي هیواد ایرانه تیره ورځ پنجشنبه نږدې ۲۰زره افغانان د هرات اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا راستنیدل داسې حال کې چې ایران کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی، د ننه هیواد کې ژورې اندیښنې را ولاړې کړي دي.
د هرات اوسیدونکي وایي له قانوني او ناقانونه لارو د دغو افغانانو راستنیدل د کرونا ویروس د خپریدو احتمال زیات کړی دی.
دوی له حکومته غواړي چې له نا قانونه لارو د مهاجرینو د اوښتو مخنیوی وکړي.
یو شمیر هغه افغانان چې اوس تازه افغانستان ته را اوښتي دي، د افغان امنیتي ځواکونو او ایراني خلکو له ناوړه چلنده شکایت کوي.
د دوی په منځ کې میرمنې او ماشومان هم شته چې د ځينو روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ویروس ۷ مثبتې پيښې ثبت شوي دي، چې دوه یې په سمنګانو او پنځه یې په هرات ولایت کې دي.