رپوټ وایي چې په پکتیکا ولایت کې پولیسو د ښوونځي یو زده کوونکی په وهلو او ډبولو مړ کړی دی.
د پکتیکا ولایتي شورا رییس بختیار ګل ویلي چې وړمه ورځ د دغه ولایت مټاخان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د ښوونځي یو زده کوونکی نیولی و چې وروسته یې په ولسوالۍ کې د پولیسو تر شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ښاغلي بختیار ګل په خبره یاد کس د مرکز ښرنې اړوند د سرې کلا اوسیدونکی و.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه زده کوونکی د کوم جرم په تور نیول شوی و.
د پکتیکا امنیه قومندان سمون وال نثار عبدالرحیم زی هم پېښه تاییده کړې او ویلي یې دي چې د قضیې څیړلو لپاره یې یو ګډ پلاوی ټاکلی دی.
ښاغلي عبدالرحیم زي زیاته کړه چې په دې پيښه کې هر ښکیل کس به عدلي او قضایي ارګانونو ته وپيژندل شي.
د پکتیکا یو شمیر اوسیدونکو د همدې پيښې په غبرګون کې نن سه شنبې په لاریون لاس پوری کړی دی.
دوی دغه پيښه کې د مجرمینو د معلومولو او محاکمه کولو غوښتنه کوي.