د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کولو برخه کې پرمختګونه شوي دي.
قریشي همداشان ویلي ځیني عناصر غواړي چې د افغانستان د سولې بهیر پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چې باید ورته د دې کار اجازه ور نه کړل شي.
د قریشي په وینا د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه، افغانستان کې سولې ته یو طلایي فرصت برابر کړی دی.
بله خوا، وسله والو طالبانو هم اعلان کړی چې کابل کې ولسمشرۍ لپاره د لوړې موازي مراسم د سولې بهیر پرمختګ له ستونزو سره مخ کوي او کیدای شي چې بین الافغاني مذاکرات د یوې اوږدې مودې لپاره وځنډیږي.
د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې سبا د کب شلمه د افغانانو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي؛ خو ښکاري چې دا چاره اوس یوه نا ممکنه خبره ده.
تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ طالبانو سره خبرو لپاره د خبرو پلاوی نه دی اعلان کړی او نه هم د طالبانو هغه شرط چې د بندیانو خوشې کیدل دي، منل شوی دی.