د لوګر د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غیرت، نن یکشنبې سهار په کابل کې له خپلو دریو ساتونکي سره ووژل شو.
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال، محمد قسیم خوشیوال یک تلویزیون ته وویل چې ناصر غیرت د کابل اتمې حوزې اړونده سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
د خوشیوال په خبره په دې ډزو کې ځینو عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل پولیسو هم د دې خبر په تایید سره ویلي چې دغه پيښه نن سهار څه باندې نهه بجې رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا په دې پيښه کې د ناصر غیرت او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا نه دی منلی.