د عامې روغتیا وزارت وایي د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې نورې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي د هغو ټولو ۳۶ مشکوکو نمونو له ډلې چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې ثبت شوې وې، درې پیښې یې په هرات کې مثبت راوتلي دي.
له دې سره په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر څلورو ته رسیدلی دی.
عامې روغتیا وزارت وایي دغه کسان په هرات کې په یوه ځانګړي ځای کې تر درملنې لاندې دي.