کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین مراسم کې ډزې وشوې.
دغو مراسمو کې د عبدالله عبدالله، محمد کریم خلیلي او محمد محقق په ګډون زیات شمیر مشرانو ګډون کړی دی.
دا مراسم د کابل لویدیځ کې عبدالعلي مزاري جومات کې جوړ شوي و.
تر اوسه د ډزو علت او تلفات نه دي معلوم، خو هغو انځورونو کې چې د ټلویزیون پر پردې ښکاري، لیدل کیږي چې خلک هرې خواته تښتي او نارې وهي.
ډزې هغه مهال پيل شوې، چې د وحدت اسلامي ګوند مشر، کریم خلیلي پکې خبرې کولې.
رپوټونه وایي چې عبدالله عبدالله له سیمې وتلی او د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ ډزې روانې دي.
عینی شاهدان وایي لاهم سیمه کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې پولیس او ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او سیمه یې تر کنټرول لاندې راوستلې ده.
رحیمي ویلي چې بریدګرو په سیمه کې له یوې نیم کاره ودانۍ نه په ګټې اخیستنې سره ډزې پيل کړي دي.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد په دغه پيښه کې لاس لرل رد کړي دي.
د عامي روغتیا وزارت ویاند، وحیدالله مایار وایي تر اوسه له دې پيښې۲۷ مړي او۵۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
همداشان ویل کیږي چې د دایکندي پخوانۍ والي، معصومه مرادي هم په دې پيښه کې ټپي شوې ده.
ولسمشر غني په یوه اعلامیه کې د نن ورځې برید، د بشریت او د افغانستان د ملي یووالي ضد جنایت بللی دی. ولسمشر اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دې تروریستي پېښې ټپیانو ته په رسېدنه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.