د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وایي چې افغانستان کې سولې ته رسیدو لپاره باید د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي.
دا په داسې حال کې دي چې افغانستان کې د اورکم مودې په تیرو سره د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچه بې سارې زیاته شوې ده.
مایک پمپیو په واشینګټن کې رسنیو سره په خبرو کې ویلي د امریکا ولسمشر د تیرې سه شنبې په ورځ ملا برادر سره ټلیفوني خبرو کې هم د تاوتریخوالي کمیدو باندې خبرې کړي دي.
ښاغلي پمپیو همداشان ویلي چې اوس افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې ته د رسیدو وخت رسیدلی او د افغانستان له حکومت او طالبانو غواړي چې د زندانیانو تبادلې لپاره عملي اقدامات وکړي.
د افغانستان له زندانونو د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشې کیدل د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوې هوکړه کې راغلي دي، خو د افغانستان حکومت وایي د بندیانو خوشې کیدو باندې باید بین الافغاني خبرو کې بحث شوي.