رپوټونه وایي چې ولسمشر غني د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له لیدنې سر غړولی دی.
وال سټرېټ ژورنال په خپل یوه رپوټ کې افغان سرچینو له خولې لیکلي چې ټاکل شوې وه افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد پرون د چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني سره وویني، خو ولسمشر ورسره له لیدنې انکار کړی دی.
اوس ویل کیږي چې زلمي خلیلزاد به د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم له لومړي مرستیال، امرالله صالح سره لیدنه وکړي.
بله خوا د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دا خبر حقیقت نه لري.
په وروستیو څو ورځو کې د ولسمشر غني او امریکا ترمنځ اړیکې د طالب بندیانو د خوشې کیدو پر سر خړې شوي دي. د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده چې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان په راتلونکو څو ورځو کې خوشې شي، خو ولسمشر غني وایي دا چاره به د بین الافغاني خبرو له پیلیدو وروسته ترسره کیږي.
خلیلزاد پرون کابل ته له رسیدو وروسته له اجراییه مشر عبدالله عبدالله او ځینو نورو افغان سیاستوالو سره لیدلي دي.
بله خوا زلمي خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي چې امریکا طالبانو او افغان حکومت سره د شوې هوکړې له مخې ژمنه ده چې د طالب بندیانو د خوشې کیدلو زمینه برابره کړه.
خلیلزاد رامنځته شوي شرایط سولې لپاره یو ښه او تاریخي فرصت بللی دی.
بله خوا تر اوسه امریکا د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اشرف غني بیا ځلې بریالی کیدل هم نه دي منلي.
لا معلومه نه ده چې طالب بندیان به د هوکړې سره سم د مارچ تر لسمې خوشې کیږي که نه؟