افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي که چیرې امنیت شورا د امریکا په غوښتنه وغواړي پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي، دوی به یې ملاتړ وکړی.
هغه هیله ښودلې چې پر طالبانو بندیزونه د مې میاشتې تر ۲۹مې نیټې پورې له منځه لاړ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي که چیرې امنیت شورا د ترهګرو له لیسته د طالبانو د ایستلو پریکړې وکړي، روسیه به هم ورته اقدام وکړي.
په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اړیکې ډيرې پخې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا غني برادر سره ۳۵ دقیقې ټلیفونې خبرې وکړې.