پکتیکا ولایت کې یو تن قومي مشر د وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.
د پکتیکا ولایت د رسنیو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویليچې د دغه ولایت یحی خېلو ولسوالۍ د مولا باغ په سیمه کې تیر ماښام یو تن قومي مشر چې د لمانځه ادا کولو په موخه جماعت ته روان و، د نا معلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ یاد قومي مشر هېڅ دولتي دنده نه درلوده او یوازې یې په قومي جرګو کې برخه اخیسته.
پولیس وایي هڅه کوي چې د دې پېښې عاملین ونیسي او په خپله سزا یې ورسوي.
تر اوسه د پيښې مسوولیت چا نه دی منلی.
وسله والو طالبانو پرون اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالی د کمښت نیټه تیره شوې او له دې وروسته به خپل بریدونه له سره پيلوي.
له تیرې شپې راهیسې د هیواد بیلابیلو سیمو کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.