افغان ولسمشر اشرف غني وایي د بین الافغاني خبرو پیلیدو لپاره د طالبانو د شرطونو په بدل کې دوی هم شرطونه لري.
ښاغلي غني چې نن سه شنبې یې ننګرهار کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل د طالبانو د شرط په بدل کې دوی هم شرطونه لري، لومړی دا چې طالبان باید ووایي کله له پاکستانه ځانونه بیلوي او همداشان د مخدره موادو د کرکیلې په اړه باید وضاحت ورکړي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې طالبانو د بین الافغاني خبرو لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشېکیدلو شریط ایښی دی.
غني وویل: “که په سوله غږیږو نو باید چې یو لوری شرطونه ونه لري، که د بندیانو په خوشې کولو باندې خبرې کوو، نو موږ هم خپل شرایط لرو. له پاکستانه کله وځئ”
د غني په خبره طالبان د مخدره توکو کرکیله حرامه خو یو مجبوریت بولي، چې باید په دې اړه وضاحت ورکړي.
هغه وویل: “له خارجیانو سره یې منئ چې سوله کوو، نو بیا د جهاد معنا څه ده؟ د افغان وژنه جرم ده. موږ د چا سپکاوی نه کوو، خو دوی دې هم د افغانانو سپکاوی نه کوي.”
غني همداشان وویل د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پای ته رسیدلي او اوس د ملي یووالي وخت دی.
غني د سولې په اړه وویل هغه سوله ورته د منلو ده چې جرګه ورباندې سلا وکړي.
ولسمشر د ننګرهار خلکو سره د پخوا په څير یو شمیر وعدې هم وکړې.
هغه وویل په پام کې لري چې په ننګرهار کې ۷۰۰۰ ښوونځیو ته کمپیوټر وویشي او همداشان ۶۰۰۰ نور ښوونځي جوړ کړي.