د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا هوکړه افغانستان کې د جګړې د ختمیدو او د بین الافغاني خبرو د پيلیدو لپاره یوه مهم ګام بللی دی.
بله خوا د چین بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی دی.
چین دا کار د افغانې شخړې د سیاسی حل لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
امریکا او طالبانو د تیرې شنبې په ورځ په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه.
د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو ورځو پورې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي، خو افغان دولت تر اوسه دغو خبرو لپاره پلاوی نه دی ټاکلی.