په افغانستان کې په وروستیو دوو لسیزو کې د جګړو له امله ۱۵۰ زره کسان وژل شوي دي چې څه بندې ۴۵زره یې ملکي وګړي دي.
یواځې په ۲۰۱۴ کال کې د سلګو زرو امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته او هغه مهال چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت کار پیل کړ، ۴۵ زره سرتیري د دغې جګړې قربانيان شوي دي.
د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې وروستۍ نیمایې کې څه باندې ۳۵۰۰ بهرني سرتیري هم وژل شوي دي.
د دغې ناوړې جګړې په جریان کې لسګونه زره نور افغانستان ټپيان، معیوبین او یا د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون په افغانستان کې د دوامدارې سولې او امن رامنځته کیدو لپاره هیلې زرغونې کړي دي.
ټاکل شوې ده چې په راتلونکو لسو ورځو کې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.
طالبانو ویلي که چیرې په بین الافغاني خبرو کې هوکړې ته ورسیږي، نو بیا د افغان امنیتی ځواکونو سره د جګړې د دریدو اعلان کوي.