د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیال دین محمد عظیمي ویلي که چیرې د رایو سمه بیا شمیرنه او تفتیش شوي وایي، نو د ټاکنې برخلیک به بل ډول و.
د شکایتونو کمیسیون په یوه اعلامیه کې چې نن دوشنبې خپره شوې د ښاغلي عظیمي له قوله لیکلي چې د ټاکنو کمیسیوند دواړو کمیسیونونو د پرېکړو او طرزالعملونو خلاف چلن کړی دی.
هغه زیاته کړې چې په سمه توګه د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسې پلي کېدو په صورت کې ۶۰زره یا ۸۰ زره رایې باطلې کیدلې، چې په دې توګه د ټاکنو پایله هم بدلون کاوه.
په ورته وخت کې د یاد کمیسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي ویلي، ټاکنو کمیسیون وروستۍ پایلې له دوی سره له همغږۍ پرته اعلان کړې دي.
هغه له اړوندو بنسټونو غوښتنه کړې ده چې د ټاکنو د څرنګوالي په اړه خپل نظر له خلکو سره شریک کړي.