د پاکستان کراچۍ بندر نه د کندهار چمن ته د اوسپنې ټرانزیټي اوسپنیزه لاره پرانستل شوه.
ټاکل شوې ده د سوداګریزو توکو د ۳۵ کانټینرونو یو قصار په نږدې راتلونکي کې چمن ته ورسیږي او له هغه ځایه کندهار ولایت نه واستول شي.
دغه سوداګریز قطار نن د پاکستان د کراچۍ له بندره حرکت کړی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي په لومړي پړاو کې به په هره میاشت کې پنځه قطاره په دغه لاره کې تګ راتګ کوي او هره میاشت به نږدې ۵۰۰ کانټینره سوداګریز توکي افغانستان ته انتقال شي.
پاکستاني چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ښه کیدو لپاره پیښور – جلال اباد اوسپنې لارې پراخولو باندې هم کار کوي.