د مالي اقدام ځانګړې ډلې پاکستان ته څلور مياشتي وخت کې وکړی چې ددې بنسټ له خړ ليست څخه د وتلو لپاره اقدام وکړي.
دغې ډلې پاکستان ته سپارښتنهکړي چې د روان کال تر جون میاشتې پورې دې اقدام وکړي او که اقدام ونکړي ددې بنسټ په تور ليست کې به شامل شي.
دې ډلې د ايران دولت ته هم توصیه کړې چې نورو هيوادونو ته ورته دې د مالي اقدام د ځانګړې ډلې ټولو سټنډرونو ته ژمن پاتې شي او له ترهګرو سره د مبارزي، پيسو مينځلو او د ترهګرو د مالي ملاتړ په برخه کې دې لازمي هڅي وکړي.
ددې ډلې په لورې په پاريس کې په جوړه غونډه کې د ملګرو ملتونو، د پيسو نړيوال صندوق، نړيوال بانک او يو شمير نورو سازمانونو دوه سوه پنځو استازو ګډون کړی وو.
پاکستان دمګړی د ترهګر ملاتړ، پیسو منځلو او ځینو نورو عواملو له امله د دغه سازمان په تور لیست کې دی.