پاکستاني له امریکایي چارواکو غوښتي چې له دغه هیواده دافغان کډوالو د داوطلبانه وتلو طرحه هم دسولې خبرو بهیر کې شامله کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي چې د سولې خبرو اسانولو لپاره خپلې تولې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په تړاو نړیواله ناسته جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ پلاوي هم ګډون کړی و.