د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وایي، تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د ایتلافي ځواکونو د ګزمې پر موټر ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند صیاد سیمه کې موټر بم چاودنه شوې چې، له امله یې یو ددغه ځواکونو یو ټانګ ویجاړ شوی، خو په خبره یې ځاني تلفات نه لري.
د غوځ ماموریت ملاتړ مني چې، تېره شپه د بګرام هوایي ډګر ته نیږدې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان برید شوی، خو له قوله یې بهرنیو ځواکونو ته پکې زیان نه دی رسېدلی او د برید د تلفاتو په اړه د وسله والو طالبانو ادعاوې ناسمې بللې دي.
دا په داسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو ددغه برید په تړاو د درنو تلفاتو ادعا کړې ده.
غوځ ملاتړ ماموریت دا هم ویلي چې، په برید کې یوازې ملکي خلکو ته مالي زیانونه رسېدلي دي.
دغه رازد ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د تیرې پنجشنې په ورځ وویل چې، د اګست میاشتې په ۲۱ مه نېټه یې په افغانستان کې دوه سرتیري وژل شوي دي، خو پدې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي چې دا سرتېري چېرته وژل شوي دي.
ورته مهال د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې، ددغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله یو ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه راز ددغې ډلې د مهماتو یوه ډیپو له منځه تللې ده.
بلخوا د هلمند ولایت چارواکي وایي چې، ځانګړو افغان ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې له امله یې ۱۳ طالب وسله وال وژل شوي دي، خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.