پاکستان نن دوشنبې د افغان کډوالو په تړاو د یوې نړیوالې ناستې کوربه دی.
په دې ناسته کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ پلاوی، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، زلمی خلیلزاد او د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون چارواکو ګډون کړی دی.
دا ناسته پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو پر څرنګوالي او د سولې بریا په صورت کې د افغان کډوالو بیرته راستنیدو څرنګوالي په تړاو جوړه شوې ده.
سرور دانش دغه ناسته کې د خبرو پرمهال له کډوال د پاکستان د ښه کوربه توب له امله مننه وکړه.
سرور دانش وویل افغانستان ته د افغان کډوال د بیرته ستنیدو د بهیر ملاتړ کوي، خو دا بهیر باید تدریجي او داوطلبانه وي او هیڅوک دې ته اړ نشي چې افغانستان ته راشي.
دانش همداشان وویل پاکستان کې بې شمیره افغان پانګوال او د پوهې خاوندان هم شته چې باید بیرته راستنیدو ته یې اساسي حل لاره پيدا شي.
هغه زیاته کړه چېپه تیرو کلونو کې له افغان کډوالو سیاسي استفاده شوې او دوی د زور او فشار الې په توګه کار شوي دي او تمه لري چې دا کار په راتلونکي کې ونه شي.
سرور دانش په کستان کې د افغان حکومت د مخالفینو د روزنې ځایونو شتون ته هم اشاره وکړه.
دانش همداشان وویل افغانستان کې سوله، تیرو وختونو ته د ورګرځیدو په مانا نه ده او طالبان باید د افغانستان دولت سره مخامخ خبرو ته کیني.
د ولسمشر دویم مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مجرمینو تبادلې اړتیا ته په اشارې سره وویل دواړه لوري باید د مجرمینو د تبادلې یوه هوکړه لاسلیک کړي.
خو د پاکستان لومړي وزیر دې ته په اشارې سره چې پاکستان په نړۍ کې د زیاتو کډوالو کوربه توب کړی وویل چې پاکستان کې د وسله والو پټنځایونه نشته، بلکې کوم څه چې افغان چارواکي ورته اشاره کوي، هغه د کډوالو کمپونه دي.
عمران خان وویل پاکستان په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې د اسانچار په توګه زیاتې هلې ځلې کړي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش، دغه ناسته کې د خبرو پرمهال د کډوالو منلو برخه کې د پاکستان د هڅو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې نړیوال باید په دې برخه کې پاکستان سره زیاتې مرستې وکړي.
پاکستان کې دمګړی ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال پراته دي.
تمه کیږی چې افغانستان کې د سولې بهیر د بریا په صورت کې دغه کډوال خپل هیواد ته راستانه شي.