د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې مذاکرات پای ته رسیدلي او ټاکل شوې ده چې د دوی ترمنځ د سولې تړون د روانې فبرورۍ میاشتې تر پایه لاسلیک شي.
ښاغلي شاهین یک تلویزیون ته وویل چې ټاکل شوې ده دواړه خواوې د مذاکراتو د پایلې په اړه جلا جلا اعلامیې خپرې کړي.
ځینو نورو غربي رسنیو هم د معتبرو سرچینو له قوله لیکلي چې ټاکل شوې ده د تاوتریخوالي د کمولو طرحه د فبرورۍ د میاشتې په ۲۲مه او د سولې تړون د همدې میاشتې په ۲۹ نیټه لاسلیک شي.
د تړون له لاسلیک کیدو وروسته د لسو ورځو په جریان کې د بین الافغاني خبرو لړۍ پيلیږي.
تر اوسه دغو خبرو د پیلیدو دقیق ځای نه دی معلوم شوی.