اتلس کلن چینایی وګړی چې یوه میاشت وړاندې فرانسې ت تللی و، د کرونا ويروس له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده.
د فرانسې د روغتیا وزیرې انیاس بیژان ویلي چې دغه اتیا کلن سړی د چین د هوبي ولایت اصلي اوسیدونکی و او فرانسې ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ورغلې و.
د وزېرې په خبره دغه چینايی کس د جنورۍ په پنځه ویشتمه نیټه په روغتون کې قرنطین شوی و.
نوموړې زیاته کړې چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو د هغې درملنه روانه ده او د جوړېدو په حال کې ده.
له دې وړاندې د کورونا یوازې درې مرګونې پیښې له چینه بهر په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې په ګوته شوې وې او دا لومړۍ پبښه ده چې په اروپا کې رامنځ ته کیږي.
خو دې ویروس په چین کې تر اوسه څه باندې پنځه لس سوه کسان وژلي چې ډېری قربانیان په هوبي ولایت کې دي، هغه ولایت چې لومړی ځل ترې دغه ویروس خپور شو.