ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ په پاکستان کې د سلګونه زرو افغان کډوالو په تړاو یوه مهمه نړیواله ناسته جوړه شي.
پاکستاني چارواکو دغه ناسته داسې حال کې چې د افغان سولې بهیر مهم پړاو ته رسیدلی، ډیره مهمه بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د ۲۰ هیوادونو لوړپوړو چاوراکو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو استازي هم ګډون کوي.
بله خوا د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي د سولې بهیر بریالي کیدو په صورت کې د افغان کډوالو بیرته راستنیدو لپاره چمتووالی نیسي.
د افغانستان چاور کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د افغانستان د کډوالو وزارت د یادې طرحې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې افغانستان کې د سولې راتلو سره، د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو زمینه برابره شي.
دا ناسته د (پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله حضور) ترنامه لاندې د فبرورۍ په ۱۷مه او ۱۸مه نیټه په اسلام اباد کې جوړیږي.
د افغانستان حکومت د دې ناستې هرکلي ترڅنګ دغه ناسته کې ګډول لپاره چمتووالی ښودلی دی.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو کلونو کې هغه افغان کډوال چې له ګاونډیو هیوادونو هیواد ته راستانه شوي، نیوکه کوي چې حکومت ورته هیڅ پام نه دی کړی.
دوی وایي سره له دې چې هیواد ته له راتلو خوشحاله دي، خو لاهم له بې وزلۍ او بې کارۍ سر ټکوي.
اوس حال کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې اوسیږي.