ناپیژاندو وسله والو په سرپل ولایت کې یوه نجلۍ او د هغې مور په ډزو وژلي دي.
دغه پيښه نن دوشنبه د سرپل ولایت یکاب دشت ( اسیا اباد) سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرپل د والي ویاند، ذبیح الله اماني ویلي ددغو میرمنو جسدونه چې یوه یې۴۰ کلنه ضعیفه او بله یې ۲۳کلنه میرا ده، د سرپل ولایتي روغتون ته لیږدل شوي دي.
تر اوسه د دې پيښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د سرپل پولیسو ویلي پلټنې یې پيل کړي دي.
د سرپل د ښځو چارو مشرې نبیلا حبیبي هم د دې پيښې په تایید سره ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې د میرمنو د وژنې پنځه پيښې شوي دي.
اغلې حبیبي ویلي په بلخاب کې هم د دولسم ټولګي یوه نجلۍ ورکه شوې، چې په زیات ګومان سره سیند ته غورځول شوې ده.
افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه لویه ننګونه ده، چې هر کال سلګونه میرمنې د دغو تاوتریخوالو قربانیانې کیږي.