په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ناسته کړې ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي چې په دې ناسته کې د مذاکراتو د پایلو او راتلونکو اقداماتو په اړه بحث شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې خبرو له څو اونیو راهیسې د اوربند په تړاو اختلافونو له امله دریدلې وې.
اوس معلومه نه ده چې دا ناسته به د خبر بهیر بیا پيل او د سولې یو تړون ته زمینه برابره کړي که نه.