امریکایي چارواکو ویلي په عرب ټاپو وزمه کې د القاعده ډلې مشر قاسم الریمي یې په یمن کې وژلی دی.
دعرب ټاپووزمه کې د القاعده مشر د امریکایي ځواکونو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي چې قاسم الریمي چې له۲۰۱۵ کال راهیسې د عرب په ټاپووزمه کې د القاعده څانګې مشري کوله، په یمن کې د امریکا یو لړ عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د سپینې ماڼۍ بیانیه کې راغلي دي چې دمګړۍ امریکا او د یاد هیواد متحدین د الریمي وژل کېدو په پایله کې زیات امنیت کې دي.