د کاسا ۱۰۰ پروژې عملي کار نن پنجشنبې د ولسمشر غني له لوري په رسمي ډول پيل شو.
ولسمشر غني، د کابینې یو شمیر وزیران، د برښنا شرکت چارواکي او یو شمیر قومي مشران د همدې موخې لپاره نن د کابل سروبي سیمې ته ورغلي وي. د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د مرکزي اسیا برښنا سویلي اسیا ته لیږدوي.
ولسمشر غني دغه پروژه د افغانستان او سیمې هیوادونو لپاره حیاتي پروژه بللې ده.
د افغانستان برښنا شرکت مشر امان الله غالب د پروژې عملي چارې پيلیدو مراسمو کې دا کار سوداګرۍ او انرژۍ ټرانزیټ برخه کې یو لوی ګام بللی او ویلي یې دي چې کاسا ۱۰۰۰ د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د برښنا انرژۍ د لیږد لومړنۍ لویه پروژه بللې ده.
ښاغلي غالب ویلي دا پروژه کولی شي د سیمې د برښنا اړتیا ختمولو لپاره یو ښه ګام وي.
دا پروژه د ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا ظرفیت لري چې افغانستان به هر کال له دغې پروژې له ۴۰ تر ۴۵ میلیون ډالرو د ترانزیټ عاید ترلاسه کوي.
دا پروژه د افغانستان له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو تیریږي.
پردې پروژې ټولټال ۲۲۵ میلیون ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له لوري ورکول کیږي.
د دې پروژې قراردا د هند ( KEC) او (KPTL) شرکتونه ورکړل شوی دی چې د افغانستان برښنا شرکت به یې څارنه کوي.
کاسا ۱۰۰ د ۱۲۵کیلومترو په اوږدوالي سره له قرغیزستان نه پيلیږي او د تاجکستان له لارې افغانستان او وروسته پاکستان ته ځي.
له دغې ډلې ۵۷۵ کیلومتره یې د ننه افغانستان کې غځیدي چې اټکل شوی دی د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې یې چارې بشپړې شي.