د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو ویلي نه پریږدي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هیواد کې وضع خرابه شي.
ښاغلي پمپیو یوې اوزبیکستانۍ خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي چې امریکا له هغو ننګونو خبره ده چې افغانستان ورسره مخ دی او هڅه کوي چې دغه هیواد کې تاوتریخوالی کم شي.
هغه ویلي امریکا هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې دوامداره سوله تامینیږی.
پمپیو ویلي امریکا به فغانستان کې سولې او ملي پخلاینې لپاره خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
بله خوا طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې زلمی خلیلزاد بیا دوحې ته رسیدلی او تمه کیږي چې پر اوربند باندې د طالب مشرانو له توافق وروسته، دغې ډلې سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
سرچینې ویلي چې طالب مشران افغانستان کې د دوامدارې سرتاسري اوربند پر سر خبرې کوي چې په دې سره به د سولې هوکړه لاسلیک شي.
بله خوا امریکا کې د پاکستان سفیر، اسد محمد خان ویلي چې طالبان او امریکا د سولې خبرو کې مهم پړاو ته رسیدلي او دواړه خواوې د افغانستان دغې اوږدې جګړې ختمولو لپاره ډیر سره نږدې شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د پوځ پخواني مشر، جګ کین په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر شتون ټینګار کړی دی.
کین ویلي د طالبانو پر خبرو باور نه کیږي او دغه ډله لاهم القاعدې سره اړیکې لري.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم نن سه شنبه په یوه خبري غونډه کې د جګړې له دواړو غاړو وغوښتل چې اوربند وکړي، ترڅو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره شي.