ټاکل شوې ده چې اسټرالیا له افغانستانه خپل ۱۰۰ تنه سرتیري وباسي.
د اسټرالیا دفاعي مجلې لیکلي چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو وړتیاوو زیاتیدو سره او دا چې دغه ځواکونه اوس ۹۰سلنه عملیات په خپله کوي، نور اړتیا نشته چې اسټرالیایي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.
سرچینې د اسټرالیا دفاع وزیر، لیندا رینولدس له قوله لیکلي چې اسټرالیایي ځواکونو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د یوه مډرن او ځواکمن دفاعي ځواک جوړولو کې رغنده رول لوبولی دی.
اسټرالیایي ځواکونه له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په ارزګان او کندهار ولایتونو کې میشت دي.