په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړه شوو چینایانو شمیر ۴۹۰ تنو ته ورسید.
د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې مهاله ۲۰زره ۴۰۰نور چینایي وګړي له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
د چین حکومت د وحشي حیواناتو د اخیستلو او پلورلو بازارونو د تړلو امر کړی دی.
په یو بل اقدام کې د چین هغو سیمو کې چې د اوسیدونکو شمیر یې ۳۰۰ میلیونو کسانو ته رسیږي، د ماسکونو د تړلو امر شوی دی.
د چین لویو ښارونو لکه شانګهای کې د کرونا ویروس د خپریدو مخنیوی لپاره د نوي کال رخصتي غځيدلې او ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.
د نړۍ کابو ټولو هیوادونو خپل استازي له چین نه ایستلي دي.
د جاپان په اوبو کې د یوې ګرځندوېې کښتۍ ۱۰ تنه سوارلۍ هم د کرونا پر ویروس اخته شوي دي. دغه کښتۍ کې شاوخوا ۳زره او ۷۰۰ تنه سپاره و.
اوس د نړۍ ټول هیوادونه په دې هڅه کې دي چې خپل وګړي له چین هیواده وباسي.
هانګ کانګ پر کرونا د لومړني اخته کس د مړینې خبر ورکړی دی.
تر اوسه دغې ناروغۍ پر وړاندې د درمل او واکسین جوړولو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
دغه لیږدیدونکی ویروس تر اوسه د نړۍکابو ۳۰ هیوادونه ته انتقال شوی دی.
لومړنۍ شمیرې ښیې چې چین ته د دې ناروغۍ له امله د ۱۷۳ میلیارد ډالرو مالي زیان اوښتی دی.