د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې، په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې یوازې امریکا جګړه کړې؛ نور هېوادونه لکه هند، ایران، پاکستان، ترکیه او روسیه هم باید په نږدې راتلونکې کې په یوه ناڅرګند وخت کې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي.
ولسمشر ټرمپ پرون چهار شنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې، که څه هم امریکا له افغانستان څخه ۷۰۰۰ کیلو متره لیرې ده ، خو بیا هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړي کوي او زیاته یې کړه چې، د نورو هېوادونو لکه هند، ترکیې، روسیې او ایران هڅې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېرې کمې دي.
ټرمپ وویل: « دغه ټول هېوادونه باید د خپل ځان لپاره جګړه وکړي ځکه چې، ایا مونږ هلته ۱۹ کاله نور هم پاتې شو؟زه فکر نکوم.»
نوموړي وویل، سره لدې چې امریکا له افغانستان نه ۷۰۰۰ میله لیرې پرته ده، خو بیا هم مونږ هلته جګړه کوو، په داسې حال کې چې هند او پاکستان دا کار نه کوي.
ده وویل: «وګورئ هند اوس هلته دی. دوی جګړه نه کوي؛ مونږ جګړه کوو. پاکستان ورسره بیخي خوا کې دی. دوی جګړه نه کوي. دا مناسب نه ده. امریکا ۷۰۰۰ میله لیرې ده.»
ټرمپ هغو انګیرنو ته په اشارې چې ګواکي داعش له منځه تللی وویل، امریکا همدا اوس په زرګونو داعش جنګیالي نیسي چې، اروپا یې باید له ځان سره وساتي او ټینګار یې وکړ چې که چیرې اروپا دا کار نه کوي نو دی یوازې یوه لاره لری چې، دغه جنګیالي بېرته په جرمني او فرانسه کې خوشي کوي.
ده وویل: «مونږ مات کړل. مونږ ونیول. په زرګونونو مو ونیول او اوس د تل په شان زمونږ متحدین وایي، چې مونږ دوی نغواړو که څه هم دوی له فرانسې، جرمني او یا نورو پورې اړه ولري. لدې کبله مونږ غواړو دوی ته ووایو او مخکې مو هم ورته ویلي دي چې، کوم جنګیالي چې مونږ بندي نیولي، دوی یې واخلي. امریکا نغواړي چې د ۵۰ کاله نور دوي په ګوانتانامو کې واچوي او لګښت پرې وکړي.»
ټرمپ وویل، مونږ د خلافت په اړه ډېر څه نه اورو؛ ما داعش سل سلنه له منځه وړی دی.
ټرمپ وویل: «د خلاف په اړه مونږ ډېر څه نه اورو. مونږ خلافت سل سلنه له منځه یوړو. کله چې ما ۹۸ سلنه له منځه یوړو، نو ومې ویل چې، بیخي سمه ده. اوس ښایي مونږ کور ته ولاړ شو. راځی چې اوس نورو هېوادونو ته وار وکړو. ټول لیونیان دي. دوی وایي، سل سلنه یې له منځه یوسه.»