چین هیواد ته د افغانستان ټول صادرا چې د هوایي دهلیز له لارې کیدل، د کرونا ویروس د خپریدو له امله ځنډیلې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې یک تلویزون ته په خبرو کې د دې خبر پخلی وکړ.
د افغان توکو د صادراتو لړۍله هغه وروسته ودردل شوه چې د ترکش ایرلین په نوم هوایي شرکت چین ته خپل پروازونه ودرول.
په چین کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه دغه هیواد کې ۲۵۹ کسان مړه شوي او له زرو زیات د ناروغۍ په بستر کې پراته دي.
دغه ناروغي تر اوسه د نړۍ کابو ۲۰ هیوادونو ته رسیدلې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان له همدې امله بیړنۍ روغتیایي حالت اعلان کړی دی.