د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو دغه ولایت کې د کبانو تولید د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
همدا اوس د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کېد کبانو د روزنې شاوخوا ۸۰ فارمونه فعالیت کوي.
دغه فارمونه هرکال شپږ ټنه کبان بازار ته وړاندې کوي.
یواځې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې ۱۴۰ جریمه ځمکه کې د کبانو د روزنې فارم جوړ شوی دی.
فارم لرونکي وایي که چیرې دوی د دولت ملاتړ ترلاسه کړي او کار ته تشویق شي، نو افغانستان به دغه برخه کې ځان بساینې ته ورسیږي.
چارواکو ویلي دوی د لومړي ځل لپاره د (تیلاپیه) په نوم د کبانو یو نوی ډول هیواد ته راوړی او د همدې کب د روزنې له درکه هر کال ۱۰۰۰ کیلوګرامه غوښه بازار ته وړاندې کوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دغه ولایت کې د کبانو روزنې ښه نتیجه ورکړې او دا کسب دغوړیدو په حال کط دی.