د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د چټک د خپرېدو له کبله نړۍ کې بېړنی حالت اعلان کړ.
دا ویروس په لومړي سر کې د چین په وهان ایالت کې پیدا شو او وروسته د نړۍ ۱۸ هیوادونو ته ورسیده.
تر اوسه په چین کې د دې ناروغۍ له امله کابو ۲۱۳ کسان مړه شوي او شاوخوا۱۰۰۰ نور ورسره لاس او ګریوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې تر اوسه د نړۍ په ۱۸ نورو هیوادونو کې هم د کرونا ۹۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي، خو تراوسه یې د چا ژوند نه دی اخیستی.
زیاتره دغه ناروغان هغه څوک دي چې د چین له هیواده خپلو هیوادونو ته ورګرځيدلي دي.
د نړۍ زیاترو هیوادونه خپل وګړي چین ته له ورتلو منع کړي دي.