په چین کې پیدا شوی د کرونا په نوم وژونکی ویروس د نړۍ شپاړسو هیوادونو کې خپور شوی دی.
د دغه ویروس ناروغۍ له مله تر اوسه په چین کې ۱۳۶ کسان مړه شوي او په ټوله نړۍ کې ۶۰۰۰ کسان له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
د سلګونه دغو ناروغانو وضع خرابه بلل شوې ده.
دغه ناروغۍ د نړۍ هیوادونه اندیښمن کړي او څیړونکي د دغه ویروس مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.
اسټرالیا هیواد په پام کې لري چې د خپل هیواد کابو ۶۰۰ وګړي د استرالیا دوه زره کیلومترۍ کې په کریسمس جزیره کې قرنطین کړي.
جاپان، امریکا او اروپایي ټولنه هڅه کوي چې خپل وګړي ډير ژر د چین له هیواده وباسي.
د چین ولسمشر دغه ویروس یوه (شروره) ښکانده بللې او ویلي دي چې دوی به یې پر وړاندې بریالي شي.
تر اوسه په افغانستان کې د دغې ناروغۍ نښه نه ده لیدل شوې.