په چین کې د کرونا په نوم وژونکی ویروس په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه شاوخوا اویا کسان مړه شوي او ۵۴۰ نور کسان له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
چنايي چارواکو ويلې چې دا ويروس اوس مهال د بيجنيګ او شانګهای په شمول په څو نورو ښارونو کې هم د خپرېدلو په حال کې دی.
د چين اوهان ښار چې نهه میلیونه کسان پکښي اوسېږي، ددې نوې وژونکې ناروغۍ اصلي مرکز بلل کېږي.
چینایي چارواکو اوهام ښار کې پر عامه ټرانسپورت لنډمهاله بندیز لګولی دی.
دا ويروس تر دې مهاله په امريکا، جاپان، جنوبي کوريا او ټايلنډ کې هم ثبت شوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان په دې اړه د روغتيا بېړنۍ حالت د اعلانولو خبر ورکړی.
يو شمير هيوادونو غوښتنه کړې چې نورو هيوادونو ته دې د چين د اوسېدونکو سفرونه کم کړای شي.