د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن شنبې د نوماندانو د استیناف غوښتنې شکایتونو د ثبت بهیر پای ته ورساوه.
ټاکل شوې ده سبا د دغو شکایتونو د ارزونې لړۍ پيل شي چې پوره پنځلس ورځې به په بر کې نیسي.
د شکایتونو کمیسیون وایي د دغو شکایتونو ډیری برخه د درې سوه زرو جنجالي رایو پر سر ده، چې ولایتي دفترونو یې په اړه بیلابیلې پریکړې کړي دي.
په دغو درې سوه جنجالي رایو کې یو۱۰۲ زره رایې له ټاکل شوې نیټې د باندې، ۱۳۷ زره مشکوکې رایې او د هغو۲۳۰۰محلونو رایې شاملې دي چې بایومټریکي معلومات یې بې درکه شوي دي.
د ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي و چې د دغو ۳۰۰ زره رایو په تړاو جدي پلټنه کوي.
د شکایتونو کمیسیون سبا د یکشنبې په ورځ د ۲۲۰۰ شکایتونو څيړنه پيلوي چې د استیناف غوښتنې پړاو کې ثبت شوي دي.
د شکایتونو کمیسیون د خپلو پلټنو په ترڅ کې د یو شمیر محلونو رایو د بیا شمیرنې پریکړه وکړه، خو ویل کیږي چې تر اوسه د بیا شمیرنې بهیر نه دی پيل شوي.