د فغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي ویلي په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د سولې بهیر ته لومړیتوب ورکوي او دا حکومت باید د سولې بهیر ګړندی کړي.
کرزی دنوي ډيلي رای سینا ناسته کې ویلي دي چې د افغانستان ژوغورنې له پاره بله کومه لاره نشته پرته له دې چې د سولې بهیر بریالی شياو د افغانستان راتلونکی حکومت باید سولې ته جدي پام وکړي.
کرزي زیاته کړې چې د افغانستان ټاکنې د نښتو،بهرنیو لاس وهنو،سیالیو او بل داچې ددې هېواد ځینې برخې د مرکزي دولت ترکنترول لاندې نه درلودلو له امله له ډیرو ستونزو سره مخ شو يدي.
کرزي ویلي په افغانستان کې د ایتلافي حکومت پلوی نه دی خو د هغه حکومت ملاتړ کوي چې د سولې بهیر ته جدي پام کوي.
د هند رایسنا ناسته کې له افغانستانه د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب او ځیني نور چارواکي هم تللي دي.