په کابل کې د امریکا سفارت وایي، چې هېواد یې له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي.
په کابل کې د امریکا سفارت د خبرپانې له مخې، امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي ترڅو په دغه هېواد کې د اړو وګړو، بې ځایه شویو کورنیو او طبیعي پېښو څخه زیانمن شویو وګړو لاس نیوی وشي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، امریکا د افغانانو د ژوند ښه کولو په موخه خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي ترڅو ددغه هېواد وګړي د سولې او عزت په چوکاټ کې ژوند وکړي.